ایکنانیوز راپورراکوي،تکړه خبریاله او د رسنیو کارپوهه، زهرا صلواتي،د «قرآن درسونه» نومې پروګرام په اړه خپل یادداشت د ایکنانیوز سره شریک کړی، چې د متن ځیني برخې ئې تاسو سره هم شریکې کوو.
میرمن زهرا صلواتي، په دغه متن کې وائي؛ په زړهپورې ده، په ایران کې د ټيلویژن د تر ټولو اوږدې مودې او مخینه لرونکی پروګرام نامه یو دیني پروګرام دی. د «قرآن درسونه» نومې پروګرام له ۴۶ کلونو راهیسې هره پنجشنبه د ایران د یوه ټيلیویژنی چینل له لارې خپرېږي؛ یوداسې پروګرام چې د اسلامي انقلاب له تاریخ سره هممهاله دی.
د قرآن درسونه نومې پروګرام خپرول ، د حجتالاسلام محسن قرائتي په اجرا سره د شهید مرتضي مطهري په وړاندیز او د حضرت امام خمیني (رح) په تأیید سره له ۱۳۵۸ لمریز کال څخه پیل شوي او تر اوسه پورې دوام لري، او لا هم خپل مینه وال لري. دا ادعا بېځایه نه ده چې د ټيلیویژن څو نسلونه د دغه پروګرام لیدونکي وو او اوس هم دي، او هره اوونۍ د خپلو ټيلویژنونو مخې ته ناست دي او د حجتالاسلام قرائتي خبرو ته غوږ نیسي.
لومړی دلیل دا دی چې د دغه پروګرام د معلوماتو سرچینه د قرآن کریم په څېر یو داسې نه ختمیدونکی سمندر دی چې پاي نه لري. د خداى په کلام کې نه تکرار شته، نه کمښت او نه هم پای.
له بلې خوا، په دغه پروګرام کې له قرآن شریف څخه داسې زړهراښکونکي موضوعات را ایستل کېږي چې د انسانانو د دنیوي او اخروي ژوند د ښهوالي لپاره عملي او عیني ګټې لري.
د «قرآن درسونه» پروګرام د دوام یو بل دلیل بېله شکه د دغه پروګرام د مجري پر قرآني موضوعاتو بشپړه تسلط او د تفسیر علم سره پوره بلدتیا ده. حجتالاسلام محسن قرائتي د قرآن یو نامتو مفسر دی او «تفسیر نور» د هغه د کلونو مطالعې او څېړنې پایله ده. د تفسیر نور یوه ځانګړتیا دا ده چې په ساده، روانه او د عامو خلکو لپاره د پوهېدو په وړ ژبه لیکل شوی، چې دا ځانګړتیا د «قرآن درسونه» مږکې پرږ
رتک ته هم انتقال شوې او په دې پروګرام کې قرآني موضوعات په ساده او د ټولو لپاره د پوهېدو وړ بڼه وړاندې کېږي.
د داسې لوړو مفاهیمو پر بنسټ د پروګرامونو د جوړولو لپاره یو مهم اړین شرط دا دی چې معلومات او منځپانګې په ساده، صمیمي او په زړهپورې او د ټولو خوښې وړ بڼه وړاندې شي. حجتالاسلام محسن قرائتي، د قرآن د مفسر او د «قرآن درسونه» نومې د پروګرام د مجري په توګه، د داسې یوې تګلارې په غوره کولو سره توانېدلی چې نږدې نیمې پېړۍ د هېواد له لیرې پرتو کلو څخه نیولې د تهران تر زړه پورې لیدونکي د قرآن او د هغه د انسانجوړوونکو او ژوندبخښوونکو معلوماتو سره ملګري وساتي.
https://iqna.ir/fa/news/4307760